کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : نوی تعليمي کال د زنګ په وهلو پېل شو

ميدان وردګ : نوی تعليمي کال د زنګ په وهلو پېل شو

په ميدان وردګ ولايت كي د پوهني نوي تعلمي كال ددي ولايت والي محمد حليم فدايي لخوا دزنګ په وهلوو پيل شوو .

د پوهني د نوي تعليمي كال دپرانيستي غونډه  چي دجلريز ولسوالۍ د ګوټه عشرو د رستم خيلو په ليسه كي  جوړه شوي وه  په كي دميدان ودرګ والي محمد حليم فدايي دولايتي شورا او سيمه ييزي شورا غړو او دپوهني رياست منسوبينو ګډون كړي وه ، غونډي ته دميدان وردګ والي او ولايتي شورا رييس ويناوي وكړى ښاغلي فدايي په خپلو خبرو كي دپوهني د نوي كيفيتي كال په اړه رڼا واچوله  او په ډاګه يي كړه چي پوهنه هم دمركزي دولت  او هم زموږ د لومړيتوبونه څخه ده او كوشش به وكړو چي په ريښتي او عملي ډول دغه كال دپوهني د كيفيتي كال په نامه يادكړو.

 ښاغلي فدايي دميدان وردګ ولايت په ولسونو غږ وكړو چي په خپلو كوچنيانو(نراوانجونو) باندي زړه وسوۍ دپوهني او زده كړي له نعمت څخه يي مه محروموۍ او دهغه كسانو پروړاندي په كلكه مبارزه وكړئ چي ستاسو بچيان د زده كړي نعمت څخه محروموۍ،همدارنګه ښاغلى والي ولسونو ته ډاډ وركړو چي ددغه كال په جريان كي دپوهني په برخه يو زيات شمېر ښوونځي جوړ او يو شمېر به يي ورغاول شي، وروسته دولايتي شوراريئس محمد حضرت جانان هم د غونډي ګډونوالو ته وينا وكړه  او زياته يي كړه چي دميدان وردګ ولايت ولسونه د پوهني مينوال او خوښوونكى دي ا وهيچاته به اجازه ورنكړئ چي دوۍ ددغه ستر نعمت څخه بي برخي كړي اوپه دغه لاره كي دوۍ خپل زړورتوب دتاريخ په هرو دورو كي ښودلي دى.