تازه خبر: وسله والو سلگونه تنه پوليس يرغمل كړي

16 | مارچ 30th, 2009


  دپاكستان دلاهورښار په مناوا سيمه كې دپوليسو په يوه روزنيز ښونځي  څه باندي ۲۰ تنو وسله والو كسانو بريد كړي او تر اوسه يې ۲۵ تنه وژلي او تر ۴۰ ډير يې ژوبل كړي دي،عيني شاهدان وايې چې وسله وال په پرمختللو وسلو سمبال دي او پر دغه ځاي يې ددريو خواو څخه بريد كړي ،همداراز  دپوليسو هغه سرتير چې دبريد له ځايه ژوندي راوتلي وايې چې ددوي سلگونه تنه ملگري دننه دوسله والو له خوا يرغمل شوي  دا بريد په داسي حال كې تر سره كيږي چې څو اونۍ وړاندي په همدغه ښار كي دسريلانكا دكركټ پرټيم هم ورته بريد تر سره شوي وو،

دهمدې پيښې تازه حال شيبه په شيبه له لروبر څخه  ، 

Copyright Larawbar 2007-2024