دلاهور برید پړه بیت الله محسود په غاړه اخستی

16 | مارچ 31st, 2009


 پاکستانې رسنیو خبر ورکړچې په لاهور کې دپولیسو په اکاډمۍ دپرونیو بریدونو پړه دپاکستانې طالبانو مشر بیت الله محسود په غاړه اخستي ،دپولیسو په اکاډمۍ په پرونې برید کې دپنځوسو څخه ډیر کسان ووژل شول او سلګونه تنه ژوبل شول، بله خوا دپاکستانې حکومت دامنیت مسئول رحمن ملک هم دبرید پړه پربیت الله محسود ور واچوله ،نوموړي چې پرون په یوه مطبوعاتي غونډه کې خبری کولي دا تور ولګاوه.

فوجی آپریشن


 دیادو بریدونو په ترڅ کې یو تن ژوندۍ نیول شوی او پاکستانې چارواکو تور لګولی چی نیولی شوی کس دافغانستان اوسیدونکی دي


  


همداراز  همدا اوس په لاهور ښار کې دوژل شویو پولیس سرتیرو دجنازی مراسم  تر سره کیږۍ

 

Copyright Larawbar 2007-2024