بيت الله محسود : دامريكي دپروني بريد مسوليت په غاړه واخست

16 | اپریل 4th, 2009


  رپوټونه وايې بيت الله محسود په امريكي كې دشوي پروني بريد پړه په غاړه اخستي ،تيره ورځ دامريكي په نيويارك ښاركې يوه تن دټوپك په ډزو ۱۴ تنه ووژل ، داخبريوې هندې رسنۍ دبريطانوۍ ورځپاڼي څخه په نقل قول را اخستي ، دا خبره لا تراوسه كومي خپلواكي سرچيني نه دي تائيد كړي ، ياده دې وي چې دلاهور ښار په پوليسواكاډمي دبريد دپړې دمنلو پرمهال بيت الله محسود گواښ كړي وو چې ورته بريدونه به په امريكي كې هم تر سره كړي ، دا چې دا خبربه څومره حقيقت ولري راتلونكې څو ورځي به يې په ډاگه كړي  ،    

Copyright Larawbar 2007-2024