کور / تازه خبرونه / دهند دکورنیو چارو وزير هم په بوټ وويشتل شو

دهند دکورنیو چارو وزير هم په بوټ وويشتل شو

 نن دهندوستان دكورنيوچارو وزير هم ديوه خبريال د بوټ له بريده روغ ووت ،انځوريزو رسنيو  دغه پيښه نيغ په نيغه  خپره كړه خو  دبوټ وار پروزير ونه لگيد ،پر چارواكو دبوټونو دويشتلو لړۍ په په عراق كې د منتظرالزيدي له خوا پيل شوه چې پر بوش يي وارونه كړي وو، بيا په لندن كې دچين پرلمړي وزير دمحصلينو له خوا داتجربه تر سره شوه ، همداراز دايران په ولسمشر احمدي نژاد هم  ديوې غونډې پر مهال دا وړ بريد تر سره شوي وو،  ډېري شنونكي په دي اند دي چې كيدايشي له دي ورسته  په مهم غونډو كې چې لوړپوړې چارواكې پكې گډون كوي دخبريالانو څخه بوټونه وايستل شي ، كنې دا لړئ به ډيره ګرمه شي اوهره ورځ به ديوه چارواكي خوله ماته وي   ،