د ملګرو ملتونو د ادرې يو اين ايچ سي ار استازي جان سوليكي د وژل كېدو خبر وركړل سوى
د جنوبي پښتوخوا د مركزي ښار كوټي مطبوعاتي مركز له ناڅرګند ځايه څخه د ټليفون پر ليكه د ملګرو ملتونو د ادرې يو اين ايچ سي ار استازي جان سوليكي د وژل كېدو خبر وركړل سوى دى
په ټليفوني خبرو كې ويل سوي دي چې د وژل سوي جان سوليكي مړى به څو ساعته وروسته وموندل سي خو دا چې چيري به پروت وي نه دي ويل سوي
د يادونې وړ ده چې دغه پېښه د رواني مياستي پر دويمه نېټه هغه مهال رامنځته سوې وه چې جان سلواکي په چمن هاوسنګ سوسائټي کې له خپل کور څخه د دفتر پر لور خوځېدلی و او هلته له وړاندي موجودو وسله والو پرې ډزي کړي وې چې له امله يې موټرلونکی وژل سوی او وسله والو هغه پر ناڅرګندلوري تښتولی و
له پېښي وروسته يې يوې وسله والي بلوڅ ډلي پړه پر غاړه اخيستې وه او خپلي غوښتنې يې اعلان كړي وې