اسوشيټډ پريس: پاکستان کي پر حکومت نيوکه کول د خطرونو ډک دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


اسوشيټډ پرس خبري اژانس په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي په پاکستان کي د اختلاف ږغ پورته کول او پر پوځ تنقيد کول د سختو  خطرونو څخه ډک دي. ياد اژانس د خلګو سره د مرکو پر اساس جوړ سوي راپور کي ويلي، چي په پاکستان کي د ميډيا څخه نيولې بيا د […]

بشپړ متن

کابل کي د پاکستان سفارت يو کارکونکی په کرونا اخته سوی دی

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


د پاکستان ARY وېبپاڼې ويلي، کابل کي د دغه هيواد  په سفارت کې يو کارکوونکى په کورونا ويروس اخته سوی دی. د راپورونو له مخي په کابل کي د دې پېښي د رامنځ ته کېدو سره د پاکستان سفارت مسافرو ته د ويزو ورکولو لړۍ بنده کړې ده. دا مهال په پاکستان کي ۱۹ کسان […]

بشپړ متن

ولسمشر غني: پياوړی افغانستان د ډيورنډ پوري غاړي پښتنو لپاره په ګټه دی

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کي د خيبر پښتونخوا او کوزي پښتونخوا د سياسي او قومي مشرانو سره وکتل. په دې کتنه کي چي د  آفتاب احمد خان شیرپاو، محمود خان اڅکزی، محسن داوړ، علي وزیر، عبدالله ننگیال، فرحت الله بابر، افراسیاب خټک، بشرا گوهر، غلام احمد بلور، او نور مشران شامل وه، پر […]

بشپړ متن

وزير او داوړ په کابل کي : د لراوبر پښتنو ستونزه يوه ده، زموږ يووالی ستونزي هوارولای سي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


تېره ورځ د کابل سوداګرو سازمان او د مدني ټولنو د فعالانو لخوا د پښتون ژغورني غورځنګ دوو مخکښو مشرانو علي وزير او محسن داوړ ته په کابل کي يوه غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کي د ملي مشرانو، مدني ټولني استازو او قومي مشرانو ترڅنګ ګڼو سوداګرو هم برخه درلودل. دغه غونډه […]

بشپړ متن

پښتون قامي جرګه له پاکستاني رياست څخه ۲۱ غوښتني لري

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


د مارچ پر لسمه نېټه په پېښور کي پښتون قامې جرګه رابلل سوې وه چي د نيشنل عوامي ګوند، پښتونخوا ملي پارټۍ، جماعت اسلامي او جمېعت اسلام ګوندونو مشرانو پکي ګډون کړی وو. ددې ترڅنګ په دې جرګه کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين هم ګډون کړی وو او هلته يې د پښتنو […]

بشپړ متن

ولسمشر غني د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسليک کړ

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


د ولسمشر اشرف غني وياند پر خپله ټويټرپاڼه ويلي، چي ښاغلي غني د ۱۵۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو فرمان لاسليک کړ او د همدې فرمان پر اساس به په دوو اونيو کي ۱۵۰۰ طالب زندانيان د بګرام له زندان څخه خوشي سي. ښاغلي صديقي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چي دا فرمان د طالبانو سره […]

بشپړ متن

ځمکه فسادنیولې

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


علم ګل سحر تائیزه (۱)نڅاکوي، خوشاله ښکاري او په شرابوباندې مست لېونیان له هرې خوا ورته په مینه ګوري تائیزه نڅا کوي خوشاله ښکاري او په خپل لاس ماڼۍ ته اور اچوي سکندر خاندي نندارې یې کوي غږ یې له لېرې اورو: ــ پرېږدئ ماڼۍ وسوځي… او د اوبو پرځای پرې واین شیندي نورو هم […]

بشپړ متن

د شنو طوطيانو او تور کارغانو جګړه  

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


 ليکنه: اېمل افغان   ګرانو خوېندو او وروڼو سلام! زه د خپل هېواد د خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو او لاس ته راوړنو په موده کې تل د يوه داسې هدف د ليکلو په لټه کې يم چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د شنو طوطيانو او تور کارغانو په […]

بشپړ متن

ننګرهار: له پاکستان څخه لېږدول سوي لس ټنه چاودېدونکي توکي نيول سوي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 10th, 2020


په ننګرهار کي د ملي امنیت منسوبینو په یو ټیلر موټر کي له پاکستان نه را لیږدول سوي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي نیولي. چارواکي وایي، په ننګرهار  ولایت کي د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کي له پاکستان نه را لیږدول سوي په یو ټیلر موټر کي ځای پر ځای سوي لس […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024