محسن داوړ: رياست دي د ګيلامان پښتين د لادرکه کېدو ځواب ووايي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 12th, 2020


د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشر او په پارلمان کي د وزيرستان د خلکو استازی محسن داوړ وايي، چي رياست دي د ګيلامان پښتين د لادرکه کېدو ځواب ووايي. ښاغلي داوړ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چي رياستي ادارې دي مالومه کړي چي ګيلامان پښتين څنګه د ملتان هوايي ډګر څخه لادرکه کړل سوی دی. […]

بشپړ متن

خليلزاد: د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅه کوو

Aziz Rahman Hazim | مارچ 12th, 2020


د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، اوس هم هڅه کوي چي د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ پرتې ستونزي هواري کړي. خليلزاد د طلوع ټلويزون سره په مرکه کي ويلي، د ولسمشر غني د لوړي مراسمو وړاندي يې ډېره هڅه وکړه چي د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ […]

بشپړ متن

له ايران څخه د افغان کډوالو د راستنېدونکو شمېر په بېساري کچه لوړ سوی دی

Aziz Rahman Hazim | مارچ 12th, 2020


د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چي په دې وروستيو کي له ايران څخه به بېسارې توګه ډېر شمېر کډوال افغانستان ته را اوښتي دي. په کابل کي د کډوالو چارو دفتر وايي، چي د مارچ له لومړۍ څخه تر اوومي نېټې پوري ۲۰ زره بې اسناده کډوال د هرات او نيمروز له لاري […]

بشپړ متن

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: پاکستاني چارواکو پر پي ټي ايم سخت تشدد کړی دی

Aziz Rahman Hazim | مارچ 12th, 2020


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي په ۲۰۱۹ کال کي پاکستاني چارواکو د پښتون ژغورني غورځنګ د غړو په بې ځايه نيولو، تشدد، وژنو او ګرفتاريو کي ستر لاس درلود. د بهرنيو چارو وزارت سنيټ ډيپارټمنټ د بشري حقونو په خپل تازه راپور کي ويلي، چي په پاکستان کي د خلکو په غیرقانوني […]

بشپړ متن

کورونا: ټويټر خپلو کارکونکو ته امر کړی چي په کورونو کي پاتي سي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 12th, 2020


ټويټر خپلو ټولو کارکونکو ته امر کړې چي دفترونو ته ولاړ نه سي او له هر يو له خپل کور څخه کار وکړي. د ټويټر پر ويبپاڼه خپور سوي اعلان کي ويل سوي چي دا کار يې د کرونا وايرس د مخنيوي لپاره کړی دی. تېره شپه د روغتيا نړيوال سازمان کرونا نړيواله وبا وبلل […]

بشپړ متن

کرونا نړيواله وبا بلل سوې، امريکا د اروپا سره تګ راتګ بند کړ

Aziz Rahman Hazim | مارچ 12th, 2020


وروسته له هغه چي د روغتيا نړيوال سازمان کرونا وايرس يوه نړيواله وبا وبلل، امريکا د اروپا سره خپلي الوتني بندي کړې. د امريکا ولسمشر د يو فرمان له مخي اعلان وکړ، چي د مارچ د ۱۳ نېټې څخه بيا تر ۳۰ ورځو پوري له امريکا څخه اروپا او له اروپا څخه امريکا ته ټولي […]

بشپړ متن

پښتون ژغورني غورځنګ په کوټه کي ستره جلسه جوړوي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


 پښتون ژغورني غورځنګ د مارچ پر ۲۹ نېټه په کوټه کي د يوې ستري جلسې اعلان کړی دی او له ټولو پښتنو يې غوښتي چي يادي جلسې ته خپل تياری شروع کړي. د پي ټي ايم مرکزي کمېټې غړو ويلي، چي په کوزه پښتونخوا کي امنيت ډېر خراب سوی او رياستي ادارو د پښتنو پر […]

بشپړ متن

ولسمشر غني اجرائيه رياست لغوه کړ، عبدالله بيا ولسمشر غني لغوه اعلان کړ

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


ولسمشر اشرف غني د يو فرمان په صادرولو سره نن اجرائيه رياست لغوه کړ او ويې ويل چي نور دا رياست د اعتبار وړ نه دی. د ولسمشر وياند صديق صديقي نن چهارشنبه په کابل کي يوې خبري غونډي ته وویل، چي نور اجرائيه رياست په ملي حکومت کي ځای نه لري او له کله […]

بشپړ متن

پاکستان کي پوځي الوتکه لوېدلې، سپاره کسان پکي وژل سوي دي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 11th, 2020


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي ددغه هيواد دپوځ يوه الوتکه راغورځېدلې او پکي سپاره عمله يې ټول وژل سوي دي. د راپورونو له مخي دا جنګي ايف – ۱۶ الوتکه نن د اسلام اباد په شکر پړيا سيمه کي رالوېدلې ده او پکي سپاره درې پېلوټان وژل سوي دي. له دې وړاندي هم […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024