دوحه: اختلافات ختم سوي، طالبان او امريکا د هوکړي پر ميکانيزم کار کوي

Aziz Rahman Hazim | اگست 6th, 2019


په دوحه کي د افغان سولي په تړو يوه باوري سرچينه وايي، چي د امريکا او طالبانو ترمنځ  اختلاف وړ ټکي ختم سوي او اوس د هوکړي پر ميکانېزم کار روان دی. سرچېنه وايي، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د نړيوالو ترهګرو سره د طالبانو د اړيکو شکولو پر سر […]

بشپړ متن

باجوړ کي ماين چاودني د پاکستاني پوځ درې کسان هلاک کړل

Aziz Rahman Hazim | اگست 6th, 2019


تېره ورځ په خيبر پښتونخوا باجوړ سيمه کي د سړک غاړي ماين چاودني د پاکستان د پوځ درې سرتېري هلاک کړي او دوه نور ئې ژوبل کړل. پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي د پوځ ګاډۍ د سيمي څخه د تېرېدو په حال کي وو او د سړک غاړي يو ماين ورباندي وچاودېده. د […]

بشپړ متن

په ترکيه کي لومړۍ نوې کليسا جوړيږي

Aziz Rahman Hazim | اگست 6th, 2019


د ويچه ويله راډيو څخه په ترکيه کي له نژدې يوې پېړۍ وروسته لومړۍ نوې کليسا جوړيږي. تر مخه يوازي د موجودو پخوانيو کليساؤ د ترميم اجازه وه. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د عيسوي اوونۍ په پای کي په استانبول کي د يوې نوي کليسا د بنسټ خښته کښېښودله. دغه مراسم چي د […]

بشپړ متن

خليلزاد هند ته تللی، د سولي مذاکرات به تخنيکي ټيمونه مخ ته وړي

Aziz Rahman Hazim | اگست 6th, 2019


د افغان سولي لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تېره ورځ له دوحې څخه هند ته روان سوی دی او د طالبانو سره موافقې ته د رسېدلو لپاره تخنيکي ټيمونه په کارو اخته دي. تېره ورځ زلمي خليلزاد وويل، چي هند ته تګ ئې له وړاندي پلان سوی وو خو […]

بشپړ متن

سعودي امنيتي سرتېري د حج مراسمو د امنيت لپاره تياری نيسي

Aziz Rahman Hazim | اگست 5th, 2019


سعودي عربستان کي امنيتي چارواکي د حج مراسمو ته تياری نيسي او په دې هلکه ئې ګڼ نظامي او تربيتي تمرينات پيل کړي دي. د سعودي امنيتي چارواکي وايي، چي د حج مراسمو لپاره ئې بشپړ تياری کړی دی او د خلګو د امنيت په موخه کي په لسګونو زره پوليس ګومارلي دي. سعودي عربستان […]

بشپړ متن

په سيند کي د پوځي ګاډي لوېدلو پېښه کي ګڼ پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

Aziz Rahman Hazim | اگست 5th, 2019


تېره ورځ په کوهستان کي د پاکستاني پوځيانو يو ګاډۍ سيند لوېدلی او د يو پوځي افسر په ګډون پنځه سرتېري هلاک سوي دي. پېښه پرون هغه مهال رامنځ ته سوه، چي کله د پاکستاني پوځيانو کاروان ګلګيت ته پرلاره وو او د هغوی يو ګاډۍ سيند ته ولوېدی. دا په دوو اونيو کي د […]

بشپړ متن

شمالي وزيرستان کي سېلابونو کي ۶ کسان په حق رسېدلي دي

Aziz Rahman Hazim | اگست 5th, 2019


د شمالي وزيرستان په دته خيلو سيمه کي د سختو سيلابونو له امله ګڼه مرګژوبله رامنځ ته سوې او ګڼ کورونه له منځه تللي دي. دته خيل چي د مرکز ميرانشاه څخه لېري پرته علاقه ده وروستيو سيلابونو پکي ګڼ دوکانونه هم نړولي دي. راپورونه وايي، چي د وروستيو اورښتونو له امله د دته خېل […]

بشپړ متن

هند پاکستان ته: سپين بيرغ ونيسئ او د هند له خاوري مو د پوځيانو مړي وباسئ

Aziz Rahman Hazim | اگست 5th, 2019


د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی وروسته له هغه نور هم زور واخيست چي کله پاکستاني پوځيان په کشمير کي د هند لوري ته ور واوښتل او د هندي پوځ لخوا ورباندي ډزي وسوې او اووه پاکستاني سرتېري ئې ووژل. د هند د پوځ وياند کرنل راجیش کالیه وايي، چي د شنبې په ماښام پاکستاني […]

بشپړ متن

چارواکي: په کندهار او لوګر کي مو لسګونه طالبان وژلي دي

Aziz Rahman Hazim | اگست 4th, 2019


د کندهار په مېوند او د روزګان په مرکز کي ۱۵ وسله وال وژل سوي پوځي عمليات افغان ګډو ځواکونو د میوند ولسوالۍ په مجاهد،  جګروم او د روزګان د مرکز ترينکوټ په سرخ مرغاب او کوچکين سیمو کي ترسره کړي دي. په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند احمد صادق عيسي […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024