د پښتون ژغورني غورځنګ ( پي ټي ايم) مشران وايي، که د رواني ډسمبر مياشتي تر ۱۶ نېټې پوري ددوی نيول سوي ملګري ازاد نه سي، دوی به پراخ لاريونونه پيل کړي. دا خبرداری د غورځنګ مشرانو د دسمبر پر اتمه په ډيره اسماعیل خان کي د احتجاجي لاریون پرمهال ورکړی دی. څو ورځي وړاندي […]
بشپړ متنمنظور پښتين: څوک چي غلامي نه کوي، ژوند ته نه پرېښودل کېږي
Aziz Rahman Hazim
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چا چي د رياست غلامي کول په درنه سترګه ورته کتل کېږي او که ئې څوک غلامي نه کوي ژوند ته نه پرېښودل کېږي. نوموړي دا څرګندوني د پاکستان حکومت د هغې پرېکړي په غبرګون کي وکړې چي پر منظور پښتين سند ايالت ته پر ورتګ د […]
بشپړ متنپاکستان حکومت سند ايالت ته د منظور پښتين پر ورتګ بنديز لګولی دی
Aziz Rahman Hazim
د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشر منظور پښتين دا ځل سند ايالت ته پر ورتګ د بنديز حکم جاري سوی دی. د سند ايالت يوې محکمې پوليسو ته امر کړی دی چي دغي صوبې ته د ښاغلي پښتين پر ورتګ دي د ۹۰ ورځو لپاره بنديز ولګول سي. منظور پښتين دا مهال په کراچي کي […]
بشپړ متنپه کوئټه کي د لادرکه بلوڅانو لپاره پراخ لاريون وسو
Aziz Rahman Hazim
تېره ورځ په کوئټه کي د بلوڅ ملتپال ګوند په ملاتړ ګڼو کسانو د لادرکه بلوڅانو په ياد لاريون وکړ، په لاريون کي د زده کونکو، استادانو او قومي مخورو په ګډون په سلګونو هغه کسان شامل وه چي د کورنۍ غړي ئې لادرکه سوي دي. د بلوڅ ملتپال ګوند مشر اختر مينګل هم په […]
بشپړ متند منزل بلۍ
Aziz Rahman Hazim
مجید ژړاند زه یې د مینې پوروړی او د مبارزې ملګری یم، ژوند خوږ دی، ژوند ښکلی دی، خو چې ښکلي او دردمن ملګري ومومې، د ښې او بدې ورځې ملګرتیا پاللی شي، د تور او سپین له دایرو راوتلی وي. همدا ملګري دي، چې موږ یې په مینه، خلوص او رښتینولي ویاړو. مبارزه […]
بشپړ متند ازادۍ سندرې
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: مجيد ژړاند روانې نیابتي جګړې خو له موږ هغه غرور اخیستی دی، چې په خپله خاوره خپل اختیار ولرو، له امو تر اباسینه پورې په خپله پلرنۍ مېنه کې د عزت او برم ژوند وکړو. موږ د بدبختۍ او ناوسۍ په اخري سرحد ولاړ یوو، د مړه جسد په څېر یوو، زموږ غرور جګړې […]
بشپړ متنپاکستاني پوليسو د پي ټي ايم غړي نيولي، پر ضد ئې نن په بنو کي ستر لاريون کېدونکی دی
Aziz Rahman Hazim
پاکستاني پوليسو شاوخوا يوه مياشت وړاندي د پښتون ژغورني فعال غړی ولايت شاه اپرېدی نيولی دی او تردا مهاله د کوهاټ په مرکزي زندان کي بندي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چي هغه د دوی د تحریک فعال غړی دی او د دوی د ملاتړ په تور نیول سوی دي. منظور […]
بشپړ متنراپور: طاهر داوړ له وژلو وړاندي سخت کړول سوی وو
Aziz Rahman Hazim
د پښتون پوليس افسر طارهر داوړ د وژلو په تړاو يو تازه راپور وايي، چي هغه د څو وروځو لپاره وږی تږی ساتل سوی وو. په راپور کي ويل سوي چي طاهر داوړ په ډېر ظالمانه شکل وهل سوی او په همدې وهلو کي وژل سوی دی. په راپور کي دا هم ويل سوي، چي […]
بشپړ متنمحسن داوړ: زموږ مشرانو ته که هره ستونزه پېښه سوه، پاکستاني رياست ئې ذمه وار دی
Aziz Rahman Hazim
د پښتون ژغورني غورځنګ فعال غړی محسن داوړ وايي، چي د پي ټي ايم د مشرتابه کسانو ترمنځ هيڅ اختلاف نسته او دوی د خپلي مبارزې په ډګر کې غښتلې همږغي لري. څو ورځي وړاندي د پاکستان رياستي ادارو يوه ګنګوسه خپره کړه، چي ګڼي د پي ټي ايم د مشرانو ترمنځ اختلافونه پيدا سوي […]
بشپړ متن