ټرمپ: که د تاوتريخوالي کمښت اغېز وکړ، د طالبانو سره به د سولي هوکړه لاسليک کړم

Aziz Rahman Hazim | فبروري 24th, 2020


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چي د طالبانو سره د سولي هوکړه د تاوتريخوالي پر کمښت پوري اړه لري. ټرمپ هند ته د سفر وړاندي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول وويل، چي که د تاوتريخوالي کمښت مثبته نتيجه ورکړه، نو دی به خپله دا هوکړه لاسليک کړي. ددې پوښتني په ځواب کي  چي […]

بشپړ متن

پاکستاني رياست عدنان شينواری په تشدد وژلی، پرضد يې په لنډي کوتل کي احتجاج روان دی

Aziz Rahman Hazim | فبروري 24th, 2020


عدنان شينواری چي د ۲۰۱۹ کال د نومبر پر ۱۱ نېټه پاکستاني ملېشو د لنډي کوتل سيمي څخه بوتی او دوې ورځي وړاندي يې مړی وموندل سو. ارواښاد شينواری پاکستاني ځواکونو په تشدد سره وژلی او پر هغه يې تور لګولی وو چي د يو ترهګريز بريد پلان يې درلودی. تېره ورځ په لنډي کوتل […]

بشپړ متن

لوګر: ديني عالمانو د سولې لپاره ګرځنده کمپاين پيل کړ

Aziz Rahman Hazim | فبروري 24th, 2020


په لوګر ولايت کې يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو د لنډمهالي اوربند څخه هر کلی او د  تلپاتې سولې د راتللو په  موخه  يې ګرځنده کمپاين  پيل کړ. دغه عالمان او مشران وايي، دوی کور په کور او جومات  په  جومات ګرځي تر څو خلک دې ته وهڅوي تر څو د سولې د […]

بشپړ متن

د عبدالله عبدالله ټيم د سرپل لپاره خپل والي ټاکلی دی

Aziz Rahman Hazim | فبروري 22nd, 2020


وروسته له هغه چي د ټاکنو خپلواک کمېسون ولسمشر اشرف غني د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه اعلان کړ، د ثبات او همپالني ټيم مشر ډاکټر عبدالله ددې پايلو سره مخالفت څرګند کړ او خپل ځان يې د ولسمشر په توګه اعلان کړ. ددغه مخالفت په لړ کي نن د ډاکټر عبدالله له […]

بشپړ متن

امريکا او طالبان د فبرورۍ پر ۲۹ د سولي هوکړه ليک امضا کوي

Aziz Rahman Hazim | فبروري 22nd, 2020


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي د فبرورۍ پر ۲۹ د طالبانو سره د سولي هوکړه ليک لاسليکوي. دغه وزارت د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي، چي له طالبانو سره د هوکړې له لاسلیک وروسته به ژر بین الافغاني خبرې پيل سي، چي دا به هر اړخیز اوربند لپاره یو بنسټیز قدم […]

بشپړ متن

عبدالله حسرت: د تاوتريخوالي د کمښت د پيلېدو سره طالبانو پر يوې پوستې حمله کړې ده

Aziz Rahman Hazim | فبروري 22nd, 2020


د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، چي تېره شپه طالبانو د ځاځي اريوب ولسوالۍ د ډاګ پر پوسته تهاجمي حمله کړې ده او څو ساعته جګړې دوام کړی دی. ښاغلی حسرت وايي: “د تاوتریخوالي د کمښت دورې له پیلېدو وروسته بېګا شپه یوه بجه او پنځه څلوېښت دقیقې د پکتیا ولایت د ځاځي […]

بشپړ متن

افراسياب خټک: اوس د افغان شموله امن وخت رارسېدلی او بايد ددې لپاره بايد کار وسي

Aziz Rahman Hazim | فبروري 22nd, 2020


په افغانستان کي د تاوتريخوالي د کمېدو سره سم په هيواد دننه او نړۍ کي ګڼو سياسي څهرو خوښي څرګنده کړې ده او دا يې د افغان جګړې د ختمېدو څرک بللی دی. د فبرروۍ پر ۲۲ نېټه په ټول افغانستان کي د تاوتريخوالي د کمېدو اونۍ پيل سوه چي له مخي به يې طالبان […]

بشپړ متن

د تاوتريخوالي د کمولو اونۍ پيل سوه

Aziz Rahman Hazim | فبروري 22nd, 2020


په افغانستان کي د تاوتريخوالي د کمولو اونۍ تېره شپه پر ۱۲ بجې پيل سوه او يوه اونۍ به دوام ولري. د تاوتريخوالي کمښت په دې مانا دی چي طالبان به پر افغان او امريکايي ځواکونو باندي بريدونه نه کوي او نه به هم هدفي وژني کوي، بل لوري ته به افغان او بهرني ځواکونه […]

بشپړ متن

د تاوتريخوالي د کمېدو اونۍ نن شپه پيلېږي

Aziz Rahman Hazim | فبروري 21st, 2020


افغان حکومت وايي، چي د تاوتريخوالۍ اونۍ به نن شپه پيل سي، چي له مخي به يې طالبان په خپلو بريدونو کي کمښت راولي او هدفي وژني به نه کوي. په مقابل کي به افغان او ناټو ځواکونه هوايي بريدونه او شپني عمليات دروي. که څه هم طالبانو تراوسه په دې هکله مالومه نېټه نه […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024